د میدیوتیک د ځوانانو پروګرام «ځوان پرمختګ »پیل شو
صیام الدین پسرلی صیام الدین پسرلی


 

نن دوشنبه د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر میاشتي په ۷ مه نېټه د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک د ځوانانو اوونیزي روزنیزي ناستي پیل شوي.

د قران عظیم شان څو مبارکو ایاتو له تلاوت وروسته د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک مشر پوهنیار محمد داود وفا د غونډې ګډونوالو ته پرانستي وینا وکړ. ده په خپلو خبرو کې د میدیوتیک اداري په فعالیتونو او اهدافو خبرې وکړي، ده وویل: د میدیوتیک اداري دروازه د ټولو ځوانانو پر مخ خلاصه ده او هدف يې دادی، چې ځوانان په علمي ، فرهنګي، ټولنیزو، سياسي او په ټولو اجتماعي چارو کې پرمختګ وکړي او د وطن دخدمت جوګه شي.

شاعر او ژورنالست باز محمد عابد د دې ډول ناستو او غونډو پر ارزښت خبرې وکړي، ده وویل: (پخوا به موږ افغان ادبي بهیر ته راتلو او خپلي غونډې به مو کولې. کله نا کله داسې هم کېده چې د ګډونوالو شمیره به ۵ تنو ته رسېده خو موږ خپلې ناستي نه دي ځنډولي، له تاسو مې هم غوښتنه ده چې خپلې ناستي به هیڅ صورت ونه دروئ او په دوامداره توګه خپلې غونډې تر سره کړئ.)

د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک د اداري چارو مسوول صیام الدین پسرلي د پروګرام په جوړښت خبرې وکړي، ده وویل: ( موږ یوازې د ژورنالیزم په اوونیزو ناستو بسنه نه کوو، بلکې تر څنګ یې داسې نور پروګرامونه چې تاسو ته اړین دي په لاره اچوو. موږ تاسو ته د ژورنالیزم د زده کړي تر څنګ د کمپیوټر او انټرنیټ کورسونه لرو. دا دی اوس ددې لپاره چې ستاسو جرئت ډېر شي، تاسو له میک او سټیج سره اشنا شئ، په غونډو او کنفرانسونو کې د خبرو کولو په طریقه پوه شئ، دا پروګرام مو جوړ کړ.)

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک پخوا هم داسې برنامې ترسره کړي، چې په سلګونه تنه ځوانان ورڅخه برخمن شوي دي.

 






October 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها